جاپان ته د طالبانو تګ رښتيا وو، خو دمعصوم ستانکزي سره يې ونه کتل
نظرمحمد مطمئن نظرمحمد مطمئن

 

آيا داکار د کورنيو او يا بهرنيو استخباراتو وو؟ چې ناسم خبر يې نشر کړ؟ ترڅو د خلکو په منځ او خپله د طالبانو ترمنځ  بې اعتمادي پیداکړي، او که د انصاري صاحب غلطي او تيروتنه وه؟ او يا داچې خبري رسنيو خبر ناسم  نشر او خپور کړ؟

 

د روان کال د جون پر ۲۴مه مازيګرمهال د طالبانو دوه استازي چې د قطر څخه روان شوي وو د جاپان د اوسکا د کانسای په نړيوال هوايې ډګر کې کوز شول. دوی د کيو ټو په ښار کې د مشهور پوهنتون دوشيشا له خوا څخه د سولي اړوند کانفرانس ته بلل شوي وو، لږ وروسته مولوي عبدالسلام ضعيف صاحب چې د دوبۍ څخه روان شوی وو هم د کانسای په نړيوال هوايې ډګرکې راکوز شو.

داچې د طالبانو استازي رسما د پوهنتون له خوا څخه د اسلامي امارت د استازو په نوم، او ښاغلی ضعيف صاحب په افغانستان کې د سولي او ارامي له پاره د نظر او وړانديزونو او د افغانستان په اړه د زیاتو معلوماتو لرونکي او يوي مهمي سياسي څيري او دطالبانو د نظر وړاندي کوونکي او تايدونکي په ډول غوښتل شوی وو، د دوی د درناوي له پاره هوايې ډګر ته د دوشيشا پوهنتون څخه دکتور حسن  کوناکاتا، د پوهنتون استاد ماسټر احمد، ښاغلي قيوم او مشهور ژورنالست شامل ټسنوکا راغلي وو،دوی څلور واړه جاپاني مسلمانان وو.

ماښام مهال وو چې د کانسای په هوايې ډګر کې د طالبانو استازو، ضعيف صاحب او جاپاني مسلمانانو د ماښام لمونځ يوځای په جماعت اداء کاوو، ډيره په زړه پوري وه، چې د ميدان په دننه کې دغه مسلمانان په يوه ګوښه کې په لمانځه ولاړ او د قران د آیاتونو د تلاوت ازانګي پورته کيدلي.

داچې قاري دين محمد (پخوانی د پلان وزير) د اسلامي امارت په استازيتوب بلل شوی وو، د پوهنتنو له خوا يې هم ډيپلوماټيک درناوي کيدی، د هوايې ډګر څخه تر کيوټو ښار پوري په تور بنز موټر کې چې تنها وو، د شیخ حسن جاپاني مسلمان په بدرګه سره ورسیدی.

طالبانو له ښه سوچ کولو وروسته خپلو استازو ته په دوشيشا پوهنتون کې د سولي اړوند په څيړنيز کنفرانس کې د ګډون اجازه کړي وه، شيخ حسن څو مياشتي مخکې د طالبانو بريښناليک پيدا او د هغوی څخه يې په کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړي وه، خو له يوي مياشتي زيات وخت تيرو څخه وروسته شيخ حسن ته ځواب ورسيدی چې دوی د اسلامي امارت د استازو په توګه په کنفرانس کې ګډون کولو ته چمتو دي. او د کنفرانس په اړه يې معلومات هم وغوښت.

دجاپان حکومت ومنله چې د قطردفتر څخه دطالبانو استازي رسما د اسلامي امارت په استازيتوب دغه هيواد ته ورشي او په کنفرانس کې د سولي اړوند خپل دريځ وړاندي کړي.

شيخ حسن ډيره هڅه کوله چې د طالبانو استازي په کنفرانس کې ګډون وکړي، خو که دمختلفو لاملونو او ستونزو له امله ګډون وهم نه کړي نو د دغي تشي د ډکولو له پاره د ښاغلي ضعيف صاحب ګډون اړين باله، چې د هغه د ویزي په اخستلو کې ډير وخت او ستونزي وليدل شوي.

جاپان ته تر ټولو مخکې د طالبانو استازي او ضعيف صاحب ورسيدل، په سبا سهار ۲۵ جون ۲۰۱۲، غرمه مهال ۱۱:۳۰ قاري صاحب دين محمد او ملګری، ضعيف صاحب او ملګری د شيخ حسن او نورو جاپانيانو سره يوځای د هيرو شيما ښار ته روان شول، هغه ښار چې سهار په ۰۸:۱۵ بجي، ۶مه د اګست، ۱۹۴۵ ميلادي کال کې د امريکا له خوا پري اتوم بمب استعمال شو او ددغه ښار ۱۶کيلومتره مربع مساحت هرڅه يې له منځه يوړل (دهيروشيما سفر اړوند ليکنه به په بېله ليکنه کې انشاء الله تاسي ته وړاندي شي).

د جون پر ۲۶مه نيټه نږدې ټوله ورځ د طالبانو استازو او ښاغلي ضعيف صاحب د جاپاني ټلويزونو او ورځپاڼو سره په مرکو تيره شوه. پاتي دي نه وي چې دهيرو شيما سفر اړوند راپور په همدي ورځ د هيروشيما اړوند ورځپاڼو کې خپورشوی وو.

د طالبانو داستازو په ټولو مرکو کې د افغانستان د دولت سره د سولي اړوند مخامخ خبري کول رد شوي وو، او هغوی ويل چې د کابل اداره بې واکه او نا وسه ده، موږ نه غواړو چې خپل وخت ضايع کړو، او د امريکا سره خبري کول به هغه وخت برته پېل کړو چې کله هغوی زموږ سره لومړی تعهد چې د ګوانتانامو څخه د پاتي افغان بنديانو خلاصول دي پر ځای کړي، ترڅو چې د ګوانتانامو د بنديانو په اړه د امريکا دریځ روښانه نه شي، ترهغه وخته به خبري (ډيالوګ) نه کيږي. او موږ هيڅکله هم له امريکا سره د مذاکراتو سرحد ته نه یو ننوتلي، يواځي مقدماتي خبري (ډيالوګ) وو چې هغه هم دوی په خپلو کړو ژمنو ونه دريدل.

د کابل سره د سولي اړوند خبرو په اړه هغوی  په خپلو مرکو کې ويلي وو چې کله بهرنيان له هيواده ووځي بيا به له کابل اداري سره موږ هغه وخت د خبرو اړوند پريکړه کوو.

په همدي ورځ ښاغلی ډاکټر غيرت بهير هم په هوټل کې وو، او غالباً چې تيره شپه به ناوخته له پاکستان څخه جاپان ته را رسيدلی وو. ښاغلي غيرت بهير غوښتل چې مخکې له کنفرانس څخه د طالبانو له استازو سره وويني، او په خپلو منځونو کې د سولي اړوند خبري وکړي. خو د طالبانو استازو ويل چې موږ يواځي ددي له پاره راغلي يو چې د سولي اړوند په څيړنيز او علمي کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت دريځ او موقف روښانه کړو، او د سولي اړوند خپله طرحه وړاندي کړو.

د ورځي ماسپښين درې بجي د ټلويزونو او ورځپانو له مرکو څخه د طالبانو استازي او ضعيف صاحب خلاص شول، دوشيشا پوهنتون ته د نړيوالو څيړنو د پوهنځي له رئيس ښاغلي مسانوري نايټو سره د کتني له پاره ولاړل، ښاغلي ډاکټر غيرت بهير هم وو. هلته يې لنډه ناسته درلودله او نايټو د سبا ورځي کنفرانس په اړه معلومات او خبري وکړي، چې د خبرو په منځ کې يې دا هم وويل چې د افغانستان څخه د سولي د عالي شوری د دارالانشاء رئيس او غړې معصوم ستانکزی دوشيشا پوهنتون نه وو دعوت کړی، کله چې د کنفرانس څخه خبر شوی وو، د ګډون غوښتنه يې وکړه او درې ورځي مخکې موږ دهغه د ګډون غوښتنه ومنله، نن ماښام به راورسيږي او سبا ورځ به هغه هم په کنفرانس کې ګډون وکړي.

په همدي ورځ يوځل بيا شیخ حسن د طالبانو استازو ته وويل چې نن ماښام د سولي عالي شوری غړی ښاغلی معصوم ستانکزي رارسيږي، او دهغه غوښتنه داده چې ستاسي سره وويني او خبري وکړي، خو د طالبانو استازو شيخ حسن ته وويل چې په هيڅ ډول موږ نه غواړو چې په ځانګړي ډول د کابل د اداری سره خبري وکړو، داچې په کنفرانس کې موږ ګډون کوو او هغه  به هم هلته ناست وي، ستونزه نه بولو موږ خپل موقف اعلانوو.

د روان کال د جون پر ۲۷مه سهار ۰۹:۳۰ بجي (د سولي او بيا پخلايني له پاره څه شی اړين دي

 ) What is necessary for Reconciliation and Peace Building) تر سرليک لاندي کنفرانس رسماُ پېل شو.

دکنفرانس ګډونوال د طالبانو استازي (ښاغلی قاري دين محمد، ښاغلي دکتور صالح)، ښاغلي مولوي عبدالسلام ضعیف ، د اسلامی حزب استازی ښاغلي ډاکټر غيرت بهير، د سولي د عالي شوری استازی معصوم ستانکزی وو. ددي سربيره ژورنالستان، په جاپان کې پېژندل شوي میښت افغانان، افغان محصلين، د افغانستان په چارو کې د جاپان پوهان، د اندونيزيا، فلسطين، ترکيې، قرغزستان او نورو هيوادو محصلين او د پوهنتون استادانو ګډون درلود، چې ټول شمير نږدې سل تنو ته رسيدی. د يادوني وړ ده چې په نوموړي کنفرانس کې د انصاري په نوم او نه هم د مدني ټولنو په استازيتوب او يا د مدني ټولني کوم غړي ګډون درلود.

د دوشيشا  د پوهنتون د عمومي رئيس ښاغلي ايجي هاتا له خوا څخه ښه راغلاست او پېل ووشو، ورپسي د نړيوالو څيړنو د څانګي رئيس ښاغلي مسانوري نايټو د کنفرانس اړوند خبري او ښه راغلاست ووايه، ورپسي د افغان-ترک د انجو مشر د سيمي او افغانستان او سولي اړوند خپله ليکل شوي وينا وړاندي کړه.

ډير ژر د طالبانو استازی د درېځ شاته د ميډيا او ګډونوالو په وړاندې را ښکاره شو، او دهغه د وينا پروخت د درېځ شاته ديوال باندي د پروجکټور پواسطه روښانه شوی ليک داسي ليکل شوی وو

 (H.E. Shaikh Deen Muhammad, member of Political Council of Islamic Emirate of Afghanistan)

شیخ دين محمد خپله وينا: موقف امارت اسلامی افغانستان در مورد: 1 - خروج عساکر خارجی. 2 - حل معضله افغانستان وصلح در کشور

 (Position of the Islamic Emirate of Afghanistan, Regarding the Foreign Troops Pull-out, the Afghan Issue and Reconciliation in the Country)

تر سرليک لاندي په نهو صفحو کې (دري او انګليسي متن) په لاندي ټکو کې واوروله:

انگيزه  ظهور تحريك طالبان: ۱ -  نظام اسلامي. ۲- امنيت سرتاسري. ۳ - بازسازي كشور.

دست آوردها: ۱ - قائم نمودن نظامي اسلامي . ۲ - جمع آوري اسلحه .۳ - تامين امنيت دربيشتر از 90 فيصد افغانستان . ۴ - نجات کشور ازخطر تجزيه .

 ۵ – ممنوع قرار دادن كشت،تجارت، وقاچاك مواد مخدره. ۶ - مصؤنيت سرومال، عزت، وآبروي مردم. ۷ - اعاده ومصؤنيت حقوق زنها. ۸ - بازسازي مطابق امكانات دست داشته ومحدود عوائد داخلي. ۹- تعليم:

حمله استکباری امريكا بر افغانستان و عواقب حمله استکباری امريكا:۱ - اشغال یک کشور مستقل، ۲ - پایمال نمودن مقرارات بشری، ۳ – ترویج واشاعه فساد بسطح کشور،۴ - قتل وتخریب خانه ها وزراعت، ۵ - اغاز ملت کشی وملت آزاری،  ۶ - افزایش تولید، وقاچاق مواد مخدر وتسلط مافیا، ۷- اغاز وافزایش خشونت علیه زنان.

 مقاومت ملی ومشروع در مقابل تجاوز امریکاو موقف امارت اسلامی افغانستان در مورد مصالحه.

      هر ويناوال ته څلويښت دقيقي وخت ورکول شوی وو، خو قاري صاحب په ۵۵ دقيقو کې خپله وينا خلاصه کړه.

 

      مولوي عبدالسلام ضعيف د سولي اړوند خپله مسوده او ليکلي نظر په څلورو صفحو کې په پښتو او انګليسي ژبه د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندي کړی، چې هراړخيزه د سولي اړوند مسوده وه او د کنفرانس د ګډونوالو د خوښي او توجه وړ وګرځيدله.

      له ۱۱:۳۵  تر يوي بجي د ډوډي او ماسپښين د لمانځه وخت وو، په پوره يوه بجه کنفرانس بيا پېل شو، ډاکټر غيرت بهير د اسلامي حزب استازي د سولي او افغانستان اړوند خبري په انګليسي ژبه وکړي، او په وروسته وخت کې يې د اسلامي حزب پخوانۍ طرحه په څلورو صفحو او ۱۷ مادو کې وړاندي کړه.

وروستی ويناوال ښاغلی معصوم ستانکزی وو، چې د سولي اړوند يې خبري وکړي او سوله يې اړينه وبلله، هغه له ځان سره کومه ليکلی طرحه نه درلودله او نه يې هم دسولي شوری اړوند  لاسته راوړني وويلي.

 

د کنفرانس وروستئ برخه (۰۲:۳۰-۰۵:۳۰) سوالونه او ځوابونه وو، چې د ټولو لورو څخه د سولي او په افغانستان کې د جنګ  او تاوتريخوالي اړوند پوښتني وشوي. مخکې له دي شيخ حسن د افغانستان اوسنۍ اداره په فساد او اختلاس کې ککړه وګڼله، چې ښاغلي معصوم ستانکزي داخبره ونشوای زغملای، او خبره اوږده شوه، محصلينو او نورو استادانو هم پوښتني وکړي چې پدې بحث کې ښاغلی ستانکزي صاحب ډير خراب شو.

 

د غرمي ډوډۍ پرمهال او د کنفرانس د ختم پرمهال يوځل بيا ښاغلي ستانکزي صاحب د طالبانو له استازو څخه وغوښتل چې سره کښيني او خبري وکړي، خو هغوی له ستانکزي صاحب سره ځانګړي ناسته رد کړه.

کله چې د طالبانو استازي د ماښام ډوډۍ خوړلو وروسته د اوسيدو هوټل ته راغلل، خبر شول چې د پژواک خبري اژانس د  ښاغلي صديق منصور انصاري له خولي خبر نشر کړی چې طالبانو او د سولي عالي شوری او حزب اسلامي استازو نن په ټوکيو کې د سولي مخامخ خبري پېل کړې.

په خبر کې داهم ويل شوی وو چې انصاري صاحب د کنفرانس ګډونوال دی، ډير ژر له انصاري صاحب سره اړيکه ونيول شوه، هغه وويل چې پژواک زما خبر ناسم اخستی دی، ما هغوی ته دا ډول خبر نه دی ورکړی، او بل داچې زما په اړه يې ليکلي چې دکنفرانس ګډون کوونکی دی، داهم تيروتنه ده، او ما په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی.

سوال دادی چې ولي دومره ژر د طالبانو اړوند داسی خبر چې د سولي دعالی شوری له استازي سره مخامخ خبري کوی نشر او خپور شو، اوهغه هم د داسي چا له خولي چې په کنفرانس کې يې ګډون نه درلود خو په خبرونو کې راغلي چې د کنفرانس ګډونوال انصاری دا خبره کړي ده، حال داچې تيره ورځ ما خپله هم له انصاری صاحب سره اړيکه ونيوله او هغه وويل چې ما په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی، اونه هم په کنفرانس کې موجود وم. زما له خولي چې کوم خبر نشر سوی دی، هغه ناسم دی. دا ډول ما له پژواک خبري رسنۍ سره هم اړيکه ونيوله او هغوی وويل چې انصاري يواځي له پژواک سره نه بلکه نورو رسنیو سره هم مرکه کړي او د بي بي سي لينک يې ماته را ليږلي وو. کله چې ما په کيو ټو کې د کنفرانس په اړه نور خبرونه وکتل هلته هم د انصاري صاحب له خولي ليکل شوي وو چې د طالبانو او سولي شوری ترمنځ خبري پېل شوې، خو انصاري په ټينګار سره دا ردوي چې ده دا ډول خبره نه ده کړي يواځي يې ويلي چې په دوشيشا پوهنتون کې دسولي اړوند علمي او څيړنيز کنفرانس دی چې د طالبانو استازي، ملا عبدالسلام ضعيف، داسلامي حزب استازی او معصوم ستانکزي پکې برخه لري، او دسولي اړوند خپل دريځونه وړاندي کوي، او په ډير ټينګار سره خپل ګډون هم ردوي.

  

آيا داکار د کورنيو او يا بهرنيو استخباراتو وو؟ چې ناسم خبر يې نشر کړ؟ ترڅو د خلکو په منځ او خپله د طالبانو ترمنځ  بې اعتمادي پیداکړي، او که د انصاري صاحب غلطي او تيروتنه وه؟ او يا داچې خبري رسنيو خبر ناسم  نشر او خپور کړ؟

 

فکر کوم چې درې سره لاملونه کيدای شي، ممکن استخباراتي شبکو داکار د طالبانو په خپلو منځونو کې د بې باوري له پاره کړی وي او چاته يې دنده سپارلي وي چې رسنیو سره اړيکه ونیسی او خبر په بل ډول او بل تعبير سره خپور کړي، ممکن انصاري صاحب اشتباه کړي وي ددي له پاره چې ځان مشهور او مهم وګڼي او ددي لاري ځان د سولي اړوند مسائلو کې مطرح کړي ځکه د سولي Peace په نوم دفتر هم لري رسنيو ته يې د خپل ګډون خبره کړي وي (له شواهدو داسي معلوميږي) او له خپل ځانه يې بې مسؤليته خبري او مرکه کړي وي، هغه چې هیڅ پرې خبر هم نه وو، او يا ممکن چې رسنيو د دي مهم خبر د ژر خپريدو هڅه کړي وي او نور يې د هغه کره والي او سموالي ته پام نه وي اړولي، بې له دي چې ويې څيړي او  باوري معلومات ترلاسه کړي، ددي له پاره چې تر نورو خبري رسنيو يې مخکې خپور کړي دا ډول ناسم او بدل شوی خبر يې خپور کړ.

 

نوموړی بدل شوی او ناسم خبر د دوشيشا پوهنتون له خوا څخه هم ناسم او ناپېلی او بې باوره ګڼل شوي او دا ډول د دوشيشا پوهنتون د انصاري صاحب ګډون هم په کنفرانس کي رد کړی دی ، دغه لينک وګورئ

  http://rc-pda.doshisha.ac.jp/index/wp-content/themes/html/en/common/pdf/news.pdf.

 

دپای خبره داده چې ستانکزي صاحب د خبر له خپريدو وروسته هم هڅه وکړه چې د طالبانو له استازو سره ځانګړي ليدنه او ناسته وکړي، په دي اړه يې له ښاغلي ضعيف صاحب څخه هم غوښتنه وکړه چې د طالبانو استازو ته ووايې چې له ستانکزي سره کښيني، خو ضعيف صاحب ورته وويل چې ماته دهغوی موقف معلوم دی په هيڅ ډول او صورت ستاسي سره د سولي اړوند خبري نه کوي او نه هم په دي اړه درسره کښيني، دا ډول ستانکزي صاحب يوځل بیا د دوشيشا پوهنتون له استازي شیخ حسن څخه هم غوښتنه وکړه خو طالبانو رد کړه.

 

پای

 


July 4th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها